سیاست

اتمر: افغانستان د ملګرو ملتودسازمان په اویایمه عمومي اسامبله کې په پوره چمتووالي سره ګډون کوي

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتودسازمان له ځانګړي استازی نیکولاس فینک هایسم سره د کتنې پر مهال وویل، چې د افغانستان داسلامي جمهوريت دولت د ملګرو ملتودسازمان په اویایمه عمومي اسامبله کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري.
دملي امنيت دسلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د ملي یووالي حکومت په نژدې یو کال کاري موده کې، پر ستونزو سربېره پوره لاسته راوړنې لرلې او د افغانستان پلاوی به د عمومي اسامبلې ترڅنګ، د نړۍ او سیمې د هېوادونو له استازو سره د خپل یو کلن کار پر لاسته راوړنو،ستونزواوراتلونکوپروګرامونوهم خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتودسازمان ځانګړي استازي نیکولاس فینک هایسم، په تېر نږدې یوه کال کې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د موجودو ستونزو په هواري کې نړېواله ټولنه د ملي یووالي له حکومت سره ملګرې ده.
د ملګرو ملتودسازمان ځانګړي استازي و ویل، چې ددغه سازمان په اویایمه عمومي اسامبله کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلاوي ګډون به د ملي یووالي حکومت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه نړېوالې ټولنې ته روښانه تصویر ورکړي.
د ملګرو ملتودسازمان استازي، د نړېوالې ټولنې په استازیتوب د ملي امنیت سلاکار ته د هر اړخیزو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو لورو پر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسایلو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته