کابل باختر دچنګاښ ٢٦
دبادغيس دولايتي شورا رييس عبدالباسط صارم تيرماښام له يوه ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .
د صارم دسپرلۍ په موټر دبادغيس ولايت دمرکز قلعه نو په مربوطاتو کې دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو خو ده ته زيان ونه رسيد .
صارم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يو ساتونکى يې سخت ټپي شوى دى . دبادغيس دولايتي شورا درييس دڅرګندونوله مخې ، امنيتي ځواکونو پنځه تنه دقضيې په اړوند نيولي دي .
په همدې حال کې دبادغيس دوالي وياند ظاهر بهاند وايي چې دموضوع دروښانولو په خاطر له نيول شويو کسانو څخه څيړنې او ګرويګنې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ