امنیت

په پکتياکې دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

 په پکتيا ولايت کې نن سهار دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول.

دغه پيښه د ګرديز ښار_ زرملي ولسوالۍ په  لويه لاره دخطابي په سيمه کې له هغه وروسته رامنځته شوه چې دپوليسو يو رنجرموټر په يوماين وخوت.

دخبرونو له مخې  دغه ماين له  لري واټن څخه دوسله والو طالبانوله خوا اداره کېده .

دپکتياولايت دپوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي.

په همدي حال کې  د ګرديز ښار دروغتون سرطيب  ډاکترحياګل پکتين دپوليسو دسرتيرو روغتيايي حالت ښه وباله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته