امنیت

په ننګرهار کې نږدې ٢٠٠ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

-کابل/ د ليندۍ ٢٨مه/ باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ۱۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل.
ځايي چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي له څلورو موټرو څخه ترلاسه شوي چې په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نشه يي توکو کې ۶ کیلو ګرامه هیرویین او ۱۸۷ کیلو ګرامه چرس شامل دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته