اقتصاد

د اسعدآباد – پارون سړک د دويمې برخې د پخولو کار پيل شو

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
مسوولينو د اسعدآباد – پارون سړک د دويمې برخې د قيرکولو کار د پيل خبر ورکړ.
دغه سړک د ١٩٧ کيلومترو په اوږدوالي او د ۸ مترو په سور له غرونو او درو څخه په تېرېدو سره کونړ او نورستان سره نښلوي.
د دغه سړک دويمه برخه ۶۰ کيلومتره اوږدوالي لري.
د دغه سړک د لومړۍ برخې کار د ٢٢ کيلومترو په اوږدوالي۵۰ سلنه پرمخ تللی دی.
د اسعدآباد – پارون سړک نورستانيانو ته زيات ارزښت لري.
دغه سړک نورو ختيځو ولايتونو او پايتخت ته د نورستان د خلکو د تګ راګ يواځنۍ لاره ده.
اوس يو کليوالي سړک نورستان له کونړ سره نښولی دی چې ډېر خراب دی.
د اسعداباد- پارون سړک د فوايد عامې وزارت جوړوي.
د فوايد عامې وزارت يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دغه وزارت هلې ځلې کوي د دغه سړک د جوړولو او پخولو کار تر راتلونکي يو کال پورې بشپړ شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته