-کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
په قندهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي منسوبينو نن سهار په لسګونو ماينونه د دغه ولايت په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه د وسله والو طالبانو له خوا د ملکي وګړو د تګ راتګ په لاره کې ښخ کړى شوي وو .
ده وويل چې د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي خو هغو د ښخولو د عاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو په قندهار ولايت کې کشف شوه .
دغه ډيپو د قندهار ښار په شمال کې په يوه کورکې ساتل کېده .
د قندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې باخترآژانس ته وويل چې له دغې ډيپو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي او د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم- عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل