امنیت

په کند هار کې له خپلو لسګو نو تنوافرادو سره دطالبانو د يو ستر سيمه ييز قو ما ندان تسليميدل

کابلباختر د مرغومي او له

په کند هار ولايت کې د طالبانو يو مشهور قو ما ندان له خپلو پنځوسو تنو پلويا نو سره له دولت سره يو ځاى شو .

دباختر د ا طلاعا تي اژانس دخبر له مخې حاجي معلم صاحب پرون دسيمې د  مشرا نو اود سو لې د عا لي شورا په منځګړيتو ب په کندهار کې تسليم شو .

ملا معلم صاحب په کند هار کې د طالبانو ډيرسخت دريځ قو ما ندان بلل کيده دسيمه ييزو مسوولا نو دڅرګندونو له مخې دطالبانو دغه قو ماندان دکلو نو په بهير کې د ميوند او پنجوا يي په ولسواليو او په کند هار ښار کې دلسګو نو بريدونو په طرحه کولو او تر سره کولو کې په طالبانو کې ځانګړى شهرت درلود .

د کند هار پو ليسو ديوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي دي دقوماندان حا جى معلم صاحب پيو ستون ددې ترڅنګ چې په ميوند او پنجوا يې ولسواليو او کند هار ښار کې پر امنيت مثبته اغيزه لري د نورو طآلبانو دپيو ستون لپاره به هم لاره خلاصه کړې چې تر اوسه هم په دغه ولايت کې له دولت سره په مخالفت کې دي .

د کند هاروالي توريالى ويسا په کند هار کې دقو ما ندان معلم صاحب د پيو ستون په مراسمو کې دوي ته ښه راغلاست وويل هيله يې و کړه چى دغه قو ما ندان له خپلو پنځوسو تنو پلو يا نو سره دسو لې د تا مينولو په لاره کې له دولت سره همکاري و کړې

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته