کابل / د کب ۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ترکیې د (ای. اچ. اچ) خیریه بنسټ له رییس سره وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې بولنت یالدرم، د دغه بنسټ د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او افغانستان ته یې د ترکیې خلکو د مرستو جلبول، په غزني کې د یو دارالایتام جوړول او په راتلوونکي کې یې ۲۰۰۰۰ یتیمانو سره د مرستو ژمنه وکړه.
هغه وویل چې په کابل کې یې د خوراکي توکو د زیرمې جوړولو، د تحصیلي بورسونو برابرولو او د زعفرانو د اصلاح شویو تخمونو همکاري کړې ده او نور بهرني بنسټونه هم په افغانستان کې د پانګې اچونې او په دې هېواد کې د مرستو لپاره هڅوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې له مرستو مننه وکړه او د زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
ع