کابل باختر د وږي ١٤مه :
١٩ وسله وال طالبان پرون اوتېره شپه په غزني کې ووژل شول .
دغزني دامنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دغزني مرکز او دقره باغ ولسوالۍ په مربوطات کې دامنيتي او دفاعي منسوبانو په عملياتو او هوايي بريد کې ووژل شول .
هغه زياته کړه چې په دغو پېښو کې څلور وسله وال طالبان ټپيان او پنځه نور ونيول شول .
ختم_ عطاالله _اکرم