کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٩
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيموکې د پاکستان د جنګي الوتکو په بريدونوکې ٢٥ تنه تروريستان ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
په دغو بريدونوکې چې په شوال وادي کې د طالبانو په اډو ترسره شول، د هغوى څه ناڅه شپږ پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
د شمالي وزيرستان قبايلي سيمه يوه له اوو نيمه کورواکو قبايلي سيمو څخه ده چې بهرني ياغيان، القاعده او د طالبانو ډله پکې فعاليت کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ