کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
وسله والو طالبانو په پاى کې دشبرغان ښاروالۍ پنځه تنه کارکوونکي ازاد کړ .
دغه کارکوونکي دوه ورځې مخکې کله چې دجوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې دکثافاتو په راټولو بوخت و دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا وتښتول شول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پنځه تنه کارګران دسيمې دمشرانو په منځګړيتوب دوسله والو طالبانو له خوا ازاد شول .
ده وويل چې دښاروالۍ ددغو پنځو تنو کارکوونکو په خلاصون کې له طالبانو سره کومه معامله نه ده شوې .
دشبرغان ښاروالۍ ددغو پنځو تنو کارکوونکو کورني وايي چې دوى تيره شپه خپلوکورونو ته ستانه شوي دي .
په همدې حال کې دشبرغان ښاروال وايي چې يرغلګرو ددغو کارکوونکو دکثافاتو دراټولو موټر له ځان سره ساتلي دى .
0 1 دقیقه لوستل