کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون دهيواد په نهو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونوپه بهير کې څلور پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دقندهار ، زابل ، روزګان ، کاپيسا ، غزني ، خوست ، پکتيکا ، پکتيا او دبادغيس دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې څلور پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول شل تنه ټپيان او دوه تنه نورونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ