ورزش

دهندوستان ټيم د آسيا دکرکټ دجام دسياليو اتل شو .

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د نړيوال جام دکرکټ په شل اوريزو سياليو کې سبا خپله لومړى لوبه داسکاتلند دکرکټ له ټيم سره کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : د آسيا دکرکټ دجام پاى لوبه تيره شپه دبنګله ديش او دهندوستان دکرکټ دملي ټيمونو ترمنځ ترسره شوه .
کوربه ټيم لوبه پيل کړه او په پنځلسو ارونو کې دهندوستان ټيم د ١٢١ منډو هدف وټاکه چې دهندوستان دکرکټ ټيم په څوارلسم اور کې او په اتو ويکټو دبڼګله ديش دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه او د آسيا دکرکټ داتلوالى جام يې وګاته دهندوستان ، بڼګله ديش، پاکستان ، سريلانکا او دعربى متحده اماراتو دکرکټ ملي ټيمونه په ترتيب سره له لومړى مقام څخه تر پنځم مقام پورې وکټل.
ددغه جام په سياليو کې دغو پنځو هيوادونو ګډون کړي و .
ديوبل خبرله مخې دکرکټ دنړيوال جام سيالۍ سبا په هندوستان کې پيليږي.
او د سياليو په لومړى ورځ دهيواد دکرکټ ملي ټيم خپله لومړى لوبه دسکاتلند،دويمه لوبه د زيمبابورې له ټيم او دريمه لوبه دهانګ کانګ له ټيم سره ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته