ورزش

د چارو د ادارې رييس د فوټبال فدراسيون له مشرتابه سره وکتل

کابل باختر د کب د مياشتې ۱ نېټه
د افغانستان  د جمهوري رياست د چارو د ادارې رييس عبدالوحيد قتالي د هېواد د فوټبال فدراسيون له مشرتابه سره وکتل .
د هغې خبرپاڼې له مخې چې د فوټبال فدراسيون د مطبوعاتي دفتر له خوا باختر آژانس ته رسسيدلې ده، ويل شوي دي چې قتالي په دې کتنه کې د فدراسيون نوي سرپرست ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ددغه ورزش ودې ته به هڅې وشي.
  دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال  فدراسيون ځينې مسوولين مخکې له دې ويلي و چې د لوى څارنوالی د څيړونو د لړۍ د اوږدوالي په دليل ددغه فدراسيون دپخواني رييس له خوا د فوټبال د ملي ټيم د نجونو دجنسي ځورونې په تور  د څيړلو د فوټبال دپروګرامونو ځينې  پروګرامونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته