امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژ ل شول

کابل باختر دکب دمياشتې  ٣ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې ديو لړعملياتو په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو د دننګرهار و قندهار ، پکتيکا ، فراه  او دنيمروز ولايتونو
په  مربوطاتو کې يو لړعمليات ترسره کړل   چې له امله يې څلور تنه وسله وال
طالبان ووژل شول ، يو تن  ټپي  او يو ويشت تنه   نور يې  ونيول شول  .
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه  مهمات او چاوديدونکي توکي هم  د پوليسو دځواکونو  لاسته ورغلي  دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د وسايطو ضد شپږ   ماينونه  چې   د  وسله والو طالبانوله خوا دکونړ ولايت  دنورګل ، خاص کونړ اود غازي آباد په ولسواليوکې  ځاى پرځاى شوي  وو ، کشف اوشنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته