امنیت

دقندهار دوالي په ميلمستون دخونړي بريد داصلي عاملينو نيول کيدل .

کابل باختر دوري  شلمه :
دقندهار دوالي په ميلمستون دخونړي بريد اصلي عاملين ونيول شول .
په دې پيښه کې چې څه ناڅه درې مياشتې مخکې رامنځته شوه دعربي متحده اماراتو داتو تنو ديپلوماتانو او دقندهار دسيمه ئيزو مسوولينو په ګډون پنځلس  تنه ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول .
دقندهار دوالي مرستيال او په کابل کې دعربي متحده اماراتو سفير هم په وژل شويو کسانو کې شامل وو .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې دوى څو تنه ددغه خونړي بم ايښودلو په اړوند نيولي دي .
ده تاييد کړه چې په نيول شويو کسانو کې دقندهار دوالي ددفتر کارکوونکي شامل دي له بله پلوه رسنيو خبر ورکړي دي چې دوالي دميلمستون آشپز هم  په دې بريد کې لاس لري . ده له لسو کلونو راپديخوا دآشپز په توګه  دقندهار دوالي په دفتر کې کارکاوه .
دقندهار ولايت يوبل امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو کې دقندهار دوالي په ميلمستون دخونړي بريد اصلي  عاملين  هم شامل دي .
ده وويل  دغه بم دکويټې دشورا په لارښوونه ځاى پرځاى شوي و .
دغه بم دقندهار دوالي دميلمستون په يوکوچ کې ځاى پرځاى شوي و او ټيک هغه وخت چې دقندهار والي دعربي متحده اماراتو له سفيراو يوشمير ديپلوماتانو سره دخبرو په حال کې و،وچاوديد .
له دغې پيښې  څخه يواځې جنرال عبدالرازق روغ رمټ پاتې شوى دى.
دقندهار امنيه قوماندان له چاودنې څخه څو شيبې مخکې له ساحې څخه وتلى و .  دقندهار امنيه قوماندان وايي چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته