امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
نهه تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د دوو نښتو په بهيرکې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
لومړۍ نښته پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت وشوه چې طالبانو د افغان ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ .
دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
دويم نښته تېره شپه د قرباغ ولسوالۍ بازارته څېرمه له هغه وروسته وشوه چې د افغان سرتيرو يوه ګزمه په وسله والو طالبانو بريد وکړ.
دغزني د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي: په دې يو ساعته نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شوي .
ويل کيږي په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته