سیاست

جمهور رئیس غني د اروپایي ټولنې د انکشافي همکاریو له رئیس سره وکتل

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماسخوتن د اروپایي ټولنې د انکشافي همکاریوله رئیس سټيفانومنسرویزي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړه لوریو د بروکسل  کنفرانس ته د تیاریو او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اروپایي ټولنې د انکشافي همکاریو رئیس وویل،دبروکسل ناسته چې په نږدې راتلونکې کې جوړېږي د نړیوالو مالي مرستو ترڅنګ د مشارکت، هوساینې، ثبات او له افغانستان سره د نړیوالو ژمنو او تمرکز له پلوه هم ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي وویل، له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو دوام او د ژمنو بیا تازه کول دا ښیي چې افغانستان لا هم د نړيوالۍ ټولنې د توجه په محراق کې قرار لري. هغه زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د امنیت، انکشاف، سیمه ییزې همکارۍ، اصلاحاتو، شفافیت او فساد د مخنیوي په برخو کې ښه پرمختګ کړی دی.
جمهور رئیس غني وویل، د بروکسل راتلونکې غونډې ته به له بشپړ تیاري او مهمو لاسته راوړنو سره لاړ شي. هغه وویل، افغانستان له خپلو خلکو او نړیوالو شریکانو سره کړې ژمنې پوره کړي او له همدې امله حکومت د امنیت د تامین، د اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت، د اداري فساد د مخنیوي، د ښځو د حقونو او نورو بېلابېلو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، حکومت کوښښ کوي چې د خلکو د هوسا ژوند او د هېواد د پرمختګ په موخه د نړیوالو مرسته شوې پیسې په اغيزمنه توګه په مناسبو ځایونو کې ولګوي.
محمد اشرف غني وویل، حکومت به یې له خپلو وګړو او نړيوالو شریکانو سره د کړو ژمنو د پوره کولو ترڅنګ د شفافیت او حساب ورکولو اصل ته په پام د هرې پیسې حساب ورکړي.
جمهور رئیس غني وویل، دملي یووالي حکومت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې تحرک رامنځته کړی. هغه زیاته کړه، سیمه ییزې همکارۍ نه یوازې د افغانستان بلکې، د سیمې هېوادونو د اقتصادي ودې تر څنګ د ثبات او امنیت په ټينګښت کې پام وړ رول لري.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د خپلو ملي برنامو او ستراتیژیک موقعیت پر مټ د اسیا په څلور لاره د بدلېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه، افغانستان دا ظرفیت لري چې مرکزي او جنوبي اسیا په ښه توګه یوه له بلې سره وصل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته