امنیت

په پلخ کې دانسان تښتوونکو له خوا ددوو تنو ماشومانو بې رحمانه وژنه .

کابل باختر دوږي لومړي :
په بلخ ولايت کې ددوو تښتول شويو  ماشومانو مړي دپوليسو له خوا دخلکو په همکارۍ ترلاسه شوي دي .
دغه ماشومان چې يواته کلن هلک او يوه پنځه کلنه نجلۍ ده پنځه ورځې  مخکې تښتول شوي و ،  مړي يې په داسې حال کې ترلاسه شول چې په بې رحمانه ډول وژل شوي و .
دبلخ ولايت دبلخ ولسوال تيمورشاه پايز دباختراژانس خبريال ته  وويل چې دغه دوه تنه ماشومان خور او ورو او دجوزجان ولايت د يواصلي اوسيدونکي قربان بچيان و چې دبلخ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتول شوي و اومړي يې دچمتال ولسوالۍ په رباط  سيمه کې ترلاسه شوي دي .
پايز وايي ددغې پيښې اصلي انګيزه لاتراوسه پورې روښانه نه او ښايي  چې دغه ماشومان دکورني تاوتريخوالي قرباني شوي وي  .
ويل کيږي چې ددغو ماشومانو ماما دقضيې په اړوند دپوليسو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته