امنیت

څلورديرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :    امنيتي ځواکونو اود ايتلاف قوتونو پرون د هېواد په جنوب زون کې  د عملياتو په ترڅ کې ٣٤ تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو او دايتلاف قوتونو  دغه عمليات  د زابل ولايت  د نوبهار ، ميزان ، شينکي او شملزو ولسواليو  په مربوطاتو کې ترسره کړل  چې له امله يې دپيرآغاپه نامه  دوسله والو طالبانو ديوه سرګروپ   په ګډون ٣٤ تنه طالبان ووژل شول ، ١٤ تنه ټپيان  او دوسايطو ضد يو ماين کشف اوشنډکړاى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته