کابل باخترد ثور دمياشتې ٨ :
د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍکې د آيساف ديو هليکوپټر د راغورځيدو له امله د آيساف څلورتنه عسکر ووژل شول.
په لومړنيو را رسيدلو رپوټونوکې ويل شوي دي چې دغه هليکوپټر پرون ناوخته د هوا د خرابوالى له امله د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په جمال زوکلي کې راوغورځيد .
د زابل ولايت امنيتي خبرځايونو باخترآژانس ته وويل: پوليس او مرستندوى ټيم د پيښې سيمې ته رسيدلي دي او ښايي د سر د زيان شمېر له دې څخه زيات وي.
له بله پلوه آيساف د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د آيساف څلورتنه عسکر د افغانستان په جنوب کې د يوهليکوپټر د راغورځيدو له امله وژل شوي دي.
آيساف د هليکوپټر د راغورځيدوعلت نه دى څرگند کړى؛ خو ويلي يې دي چې په سيمه کې د دښمن د فعاليت نښې نښانې نه دې ليدل شوي.
د وژل شويو عسکرو هويت او مليت نه دى په ډاګه شوى.