سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دافغانستان دولت ديوې باعزته سولې په اعاده کولو چې په هغې کې دافغانستان دخلکو ملکي ګټې ، ارزښتونه او دتيرو اتلسو کلونولاس ته راوړنې په پام کې وي ټينګار کوي او دغه مفکوره  هغه وخت په واقعيت بدلېږي  چې دسولې بهير ددغه هېواد له دولت سره په همغږى  کې پرمخ يوړل شي
دباختراژانس مفسرليکي: په وروستيو مياشتو کې يوشمير ټاکلو بهرنيو هېوادونو او نورو مراجعو له طالبانو سره دخبرو بهير ګړندى کړې دي او آن هغه يې په يوه بيړني بهير بدل کړى دى .
بهرنيو هېوادونو دخپلو دغو هڅو موخه په افغانستان کې ددښمنو اړخونو ترمنځ  دخبرو لپاره دژمنې برابرول بللي دي  خو په اصل کې دغه هلې ځلې دهغو سيمه ئيزو او له سيمې څخه بهر سياليو يوه  برخه ده چې په هغو کې  ټاکلې او مشخصې موخې او مقصدونه تعقيبېږي او هر هېواد  هڅه کوي چې په دغه بهير او په دغو شخړو کې له طالبانو څخه دوسيلې په توګه  کار واخلي .
دافغانستان دسولې په بهير کې دبهرنيو هېوادونو لاس وهنو  دغه بهير زيانمن کړى دى او له اصلي تګلوري  څخه يې  بې لارې  کړى دى  خو دافغانستان  دولت ددغه شان  ناخوالو په وړاندې څرګند دريځ لري  دولت ټينګار کوي   چې افغانان  ديوې باعزته  سولې  داعاده کولو په لټه کې  دي چې په هغې کې دافغانستان  دخلکو ملي ګټې او ملي ارزښتونه په پام کې وي او داکار هغه وخت شونې دى .چې دسولې بهير دافغانستان له دولت سره په همغږى  کې پرمخ يوړل شي .
دجمهوري رياست وياند هارون چخانسوري  وايي چې دسولې روانې هلې ځلې  به هغه وخت  عملي پايلې ولري  چې دافغانستان  له حکومت  سره دخبرو ميز ته کښېني .
سره له دې چې دافغانانو ترمنځ دسولې  ګډ سياسي  فهم راټوکيدلى دى خو دسولې  دخبرو بهير په زړه پورې  پايلې نه لري   ستونزه په دې کې ده چې بهرنيو پروګرامونو دغه بهير ته زيان رسولې دى .
دولت هڅه او هاند کړى دى چې  ځينې سيمه ئيزې هلې ځلې  هم دسولې  دبهير لپاره  په پام کې  ونيسي خو لاتراوسه پورې دغو هلوځلو  ديوه رسمي  جوړښت  حد ته لوړوالى نه دى موندلى او داصلي اړخونو  ترمنځ  خبرو رسمي بڼه ځانته  نه ده غوره کړې .
  تل دسولې دخبرو په باب  يادونه کېږي  بهرنيانو تل په دې  بهير کې  داسانتياوو دبرابرولو  خبرې کړې دي  او له طالبانو سره دهغوى خبرې   مقدماتي بهير دى  تر څو ددې  زمينه برابره  شي چې دښمن  لورې په پاى  کې  دخبرو ميزته کښېني .
  جوته ده دا دافغانستان نظام دى چې ديوه نړيوال  نظام صفتونه لري  او دنړيوالې   ټولنې ملاتړ ورسره  دى او په پاى کې  وروستى خبره کوي .
  مطرح خلک وايي  دطالبانو دموافقې  پاى له چا سره  دى ؟  هغوى  به په پاى کې دسولې احتمالي موافقه ليک  له چا سره لاس ليک کړي او که چيرې  دسولې او دهېواد  دراتلونکي لپاره کومه  خبره لري له دولت سره به يې طرحه کړي  طالبانو سولې ته  درسيدو په تګلوري  کې دافغانستان له دولت پرته بله مرجع نه لري  نوښه به وي چې په افغانستان کې دسولې د اعاده کولو لپاره کورنۍ اوبهرنۍ  هلې ځلې ددغه هېواد له دولت سره همغږى   پرمخ يوړل شي .
بهرنيان دې  په دې بهير کې  اسانوونکي رول او طالبان دخپلو خبرو اصلي لورى هير نه کړي .
  ختم-  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته