امنیت

په ننګرهارکې دسولې له پروګرام سره دطالبانو ديوه سيمه ئيز قوماندان پيوستون.

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې يوسيمه ئيز قوماندان دجګړې له دوام څخه لاس واخست او دسولې له پروګرام سره يوځاى شو .
ملا ياسين تراوسه پورې دخوږيانيو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې ملا ياسين دسولې له پروګرام  سره دپيوستون په وخت کې وويل چې دخپل هيواد دابادولو او امنيت دتامينولو په لاره کې به هڅه او  او هاند وکړي .
دطالبانو دغه سيمه ئيز قوماندان يوه اندازه جنګي وسايل او د مخابرې يوه دستګاه هم  امنيتي ځواکونو ته  سپارلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته