امنیت

پنځه تنه انسان تښتوونکي او درې تنه غله ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
دوه تنه د انسان تښتونې په وخت کې د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې ونيول شول.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه دوه تنه چې د وسله والو مخالفينو د ډلې غړي دي؛ د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ساتنمن سيد رضا په تښتونه کې لاس لري چې د ګذرې ولسوالۍ د پوليسو له خوا ونيول شول.
د يوبل خبرله مخې: درې تنه د غلا په تور د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې ونيول شول.
دغه کسان د خلکو د مالونو د لوټولو په تور له زياتې مودې را په دې خوا د پوليسو ترڅارنې لاندې وو.
تورن کسانو اوس تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته