امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

کندز باختردتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
دوسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون پرون  يوولس تنه  وسله وال   طالبان دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول  اردو د مطبوعاتو مسوول   جګړن  نصرت الله جمشيدي 
باختر آژانس ته وويل ؛  دغه وسله وال   طالبان د کندز  ولايت  د  امام صاحب ولسوالۍ دقرغز په کلي کې  په  هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې دطالبانو دډلې کليدي قوماندانان قاري تراب  اوقاري نذير هم  شامل دي.
جمشيدي زياته  کړه په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د دوو تنو مهمو سرګروپانو مولوي مظهراوقاري خنجر په ګډون  اوولس تنه وسله وال طالبان  ټپيان شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته