امنیت

دکلنګاراوسيدونکو دکارګرانو دشهادت د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه .

کابلباختردسرطان٣١
دلوګر ولايت دکلنګار دسيمې سلګونو تنو اوسيدونکو پرون په مظاهرو لاس پورې کړ .
دمظاهرو برخه والو داتو تنو عادي کارګرانو دشهادت د عاملينو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه .
اته تنه ځوان کارګران د تيرې پنجشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا دلوګر ولايت په کلنګار سيمه کې ووژل شول .
دلوګر له ولايت څخه د باختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغومظاهروچې دسهار په اتو بجو پيل شوې وې له غرمې وروسته تريوې بجې پورې دوام درلود، هغوى مړه دى وى وسله وال طالبان  او مړه دى وى پاکستاني مزدوران شعارونه ورکول اود پريکړه ليک په صادرولو سره يې ددغو کارګرانو دوژنې دعاملينو دډير ژر نيولو او محا کمې غو ښتنه کوله .
دغه راز د مظا هره کوونکو استازو دولايت له مرستيال محمد هاشم حنفي ، امنيه قوماندان نصرتي اود لوګر د ولايتي شورا له رئيس سره په هغې غونډه کې چې دکلنګار بازار په جو مات کې يې لرله خبرداري ورکړ که چيرې ترپنځو ورځو پورې غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي اوقاتلانو ته  سزا ورنه کړاي شي په سختو اقداما تو به لاس پورې کړي .
په لوګر ولايت کې د طالبانو پرخلاف دپاڅون کوونکو مشر سيد فرهاد اکبري وويل له دې امله چې اته تنه ځوان کارګران له کو مي ګناه پرته د تيرې پنجشنبې په ورځ دوسله والو کسانو له خوا په ناځوان مردانه ډول شهيدان کړاي شول د هغوى د قاتلانو دډيرژرمجازاتو غوښتنه کوي
اکبري زياته کړه په تيرو دريو کلونو کې نږدې ٤٦ تنه کارګران چې د بهرنيو ځواکونو په شنګ کمپ کې يې کارکاوه د وسله والو طالبانو له خوا شهيدان شوي دي .
دلوګر ولايت مرستيال او ددغه ولايت امنيه قوماندان دمظاهرو برخه والو ته ډاډ ورکړ چې پيښه تعقيبوي او هلې ځلې کوي چې د اتو تنو کارګرانو دشهادت دزړه بوږنونکي پيښې عاملين ونيسي اودقا نون منګولو ته يې وسپاري .
ديوبل خبرله مخې، دکلنګاردسيمې د تيرې پنجشنبې د ورځې دپيښې دشهيدانو له وارثانو سره نن نغدي مرسته وشوه او دهرشهيد کورنۍ ته دلوګر د والي له خوا سل زره افغانۍ ورکړاي شوې
دغه مرسته د جمهور رئيس حامد کرزي له فرمان سره سم د کلنګاردشهيدا نو وارثانو ته ورکړاي شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته