سیاست

جمهور رئیس حامد کرزي د غزني د ولایتي شورا د رئیس وژنه په کلکه وغندله

کابل باختر دوږي نهمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د غزني د ولایتي شورا د رئیس قاضي صاحب شاه وژنه په کلکه وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
د غزني ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو پرون مازیګر دغزني ښار ته څېرمه په نوآباد سیمه کې ددغه ولایت د ولایتي شورا پر رئیس قاضي صاحب شاه تروریستي برید ترسره کړ چې له امله یې ښاغلی صاحب شاه او د هغه د عمه زوی شهیدان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال د ناپېیلو هېوادونو د غړو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی، دا پېښه په کلکه وغندله او تر سره کوونکې یې د افغانستان د سوکالۍ او آرامۍ دښمنان وبلل.
حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان د خلکو دښمنان ددغو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د افغانستان د هغو مشرانو او مخورو چې د هېواد د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، رول کمزوری کړي، خو باید  په دې پوه شي چې دوی به خپلو ناوړو موخو ته ونه رسیږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د غزني د ولایتي شورا د رئیس پر وژل کېدو خواشینی شوی دی، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغه کورنۍ ته وړاندې کوي او دوی ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د فردوس جنت هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته