فرهنګ

دشيردروازي پل پرانستل شو

دشيردروازي پل  نن له غرمي وروسته دکابل ښاروال ديپلوم انجنير محمد يونس نو انديش  اوداطلاعاتو  او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  له خوا پرانستل شو .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکابل ښاروالۍ دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې  دغونډې په پيل کې  کابل ښاروال دهغو ساختماني  پروژو په باب  چې کار يې دکابل ښاروالۍ له خوا دوام لري معلومات وړاندي کړل او وي ويل  نن  د  ٩٦پروژ و له جملې څخه چې کار يې په يو وخت کې  دوام لري يو يې چې  دشير دروازي پل دى  پرانيزو .

 وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ډاکتر سيدمخدوم رهين  دکابل ښاروالۍ  د کړو وړو له امله دمنني  په ترڅ کې  دکابل ښار د بڼونو او پلونو په باب خبرې وکړې وروسته دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  ددفتر رييس محمد يوسف  اعتبار  دشيردروازي  پله دپرانستلو په اړوند دجمهور رييس دلومړي مرستيال  پيغام برخه والو  ته ولوست  او دکابل ښاروالۍ کارونه يې وستايل .

  دغونډې وروستي ويناو ال ديو- ان –او- پي- اس رييس  پيتر پرونسن وچې دپله دجوړولو په باب  يې خبرې وکړې .

  دغونډې  په پاى کې  دغه پل د پټي په پري کولو  سره پرانستل شو  .

 په دې غونډه کې  دچارو داداري او دوزيرانو  شورا ددارالانشا جګپوړي  سلاکار حبيب الله اصغري ، دترافيکو رييس ، دکابل ښار د ترافيکو مدير ، ددريمې امنيتي حوزي آمر ، يو شمير کورنيو  اوبهرنيو ميلمنو ګډون کړي و

 دغه پل چې شپاړس اعشاريه څلويښت  متره سور او پنځه څلويښت  متره اوږدوالي لري او د پيوستون اندازه يې له يو سړک  څخه تر بل سړک پوري   ١٥٠ متره دى  دجاپان په مرسته دنهه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته