کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
يو تن په هرات ولايت کې د درغلۍ په تور ونيول شو.
دغه سړى د بادغيس ولايت اصلي او د انجيل ولسوالۍ اوسنى اوسيدونکى دى چې د بادغيس ولايت له ١٥ کورنيو څخه يې د سروې په پلمه پيسې راټولې کړې وې.
مسوولين وايي چې درغلي کوونکى سړى د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا د خلکو په مستقيمي همکارۍ ونيول شو او تر پوښتنو لاندې دى.
د هرات و لايت يو امنيتي مقام باختر اژانس ته وويل چې؛ نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې د درغلۍ او له خلکو څخه د پيسو په راټولولو اعتراف کړى دى . پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ