سیاست

دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې درايو دشميرنې دبهير دپيل په موخه داطلاعاتو دراټولولو مرکز پرانستل شو .

کابل باختر دلړم دويمه : داستازو دمجلس دانتخاباتو درايو دشميرنې دبهير دپيل په مقصد نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درييس په واسطه داطلاعاتو دراټولولو مرکز پرانستل شو . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع صياد داطلاعاتو دراټولولو دمرکز دپرانستلو په وخت کې وويل چې دولايتونو مرکزونو ته دراى ورکونې په مرکزونو کې درايو دشميرنې له لومړنيو پايلو سره يوځاى دټولو انتخاباتي موادو دليږدونې بهير بشپړ شوى اومرکز ته دهغو دليږدونې بهير پل شوى دى او درايو ټول صندوقونه به په مصوونيت سره مرکز ته ورسيږي . صياد زياته کړه چې داطلاعاتو دراټولولو دمرکز له پرانستل کيدو وروسته درايو دشميرنې بهير پيلېږي او هڅه او هاند کوو چې دانتخاباتو لومړنى پايلې له خلکو سره شريکې کړو او له انتخاباتي ورځو څخه رامنځته شوي ستونزې په سمه او دقيقه توګه څيړل کېږي او هڅه کوو چې پاکې راى له ناپاکو رايو څخه جلا شي . په داسې حال کې چې ځينو سياسي ګوندونواو جريانونو نوماندانو او کتوونکو دانتخاباتو په ورځوکې په بې نظمي نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې دې کار دځينو کسانو لپاره دتقلب زمينه برابره کړې ده اودانتخاباتو دکميسيون په مسوولانو يې دمديريت دکمزورتيا تور لګولى دى . خو د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ټينګار کوي چې دراى ورکونې په سلو کې اتيا مرکزونوکې له بايو متريک څخه کار اخستل شوى دى او په سلو کې په پاتې نورو شلو کې دبايومتريک له دستګاه پرته ترسره شوى دى چې هغه هم راى ورکوونکو دراى ورکونې دفهرست له مخې راى ورکړي دي . ده وويل دهغو اوازو پربنسټ چې ګنې دراى ورکونې په ځينو مرکزونوکې درايو صندوقونه په غير قانوني ډول ډک شوي دي ډاډ ورکوو چې په هر مرکز کې دراى ورکوونکو دفهرست له مخې پاڼې ليږلې شوي دي او که چيرې چاپه دغه شان ناروا کار لاس پورې کړې وي او صندوقونه يې په تقلب سره ډک کړې وي دغه صندقونه به باطل اعلام شي داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتي شکايتونودکميسيون مسوولانو ويلي دي چې تراوسه پورې څه دپاسه شپږ زره مورده شکايتونه له دغه کميسيون سره ثبت شوي دي او هر يو به يې وڅيړل شي . په همدې حال کې دتيفا دبنسټ اجرايي رييس نعيم ايوب زاده رسنيو ته ويلي دي که چيرې درايو دشميرنې مديريت دانتخاباتو دورځې په شان وي هغه څه چې غوښتل شوي دي ترلاسه به نه شي . دفيفا دبنسټ اجرايي رييس يوسف رشيد هم ويلي دي دبايومتريک په سيستم کې ستونزې ښيي چې کميسيون دانتخاباتو په بهير باندې کمزورى مديريت درلود اوبايد دغه ستونزې درايو دشميرنې په بهير کې نه وي او له خلکو سره داسې ژمنې ونه کړي چې عملي نه کړى شي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درييس دڅرګندونوله مخې، ټاکل شوې ده له يوې اوونۍ ځنډ وروسته په قندهار ولايت کې داستازو دمجلس دانتخاباتو بهير دراتلونکى شنبې په ورځ پيل شي او ټول لازم چمتوالى نيول شوى دى . او درايو دشميرنې دبهير په پيل کيدو سره به داستازو دمجلس دانتخاباتو لومړنى پايلې دلړم دمياشتې په نولسمه نيټه اعلام شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته