سیاست

د آسيا د زړه – استانبول دبهير دجګپوړو مقاماتو غونډه جوړه شوه .

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د آسيا د زړه – استانبول دبهير دجګپوړو مقاماتو غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت د سياسي معين حکمت خليل کرزي او دهند جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دمرستيال ډاکتر اس جي شنګر په ګډې مشرۍ او دغړو هيوادنو او دملاتړ هيوادونو او سازمانونو داستازو په ګډون دهند جمهوريت په امرتسرښارکې جوړه شوه .
دبهيرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ . په دې غونډه کې برخه والو دامرتسر داعلاميې په باب چې ټاکل شوې ده د آسيا د زړه –استانبول بهير دوزيرانو دشپږم کنفرانس په پاى کې اعلام شي،خبرې وکړې ټاکل شوې ده د آسيا د زړه – استانبول دبهير دوزيرانو شپږم کنفرانس نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني او دهند دجمهوريت دصدراعظم نرندرا مودي په پرانستوونکو ويناو سره او دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير صلاح الدين رباني او دهند جمهوريت دماليې دوزير ارون جيتلي په ګډ مشرتابه جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته