سیاست

د حامد کرزي د مبارکۍ پيغام!

کابل باختر د کب دمياشتې ٢٩ مه
د ١٣٩٧ هجري لمريز کال د نوروز د جشن په  مناسبت د افغانستان د پخواني جمهور ريېس حامد کرزي د مبارکۍ پيغام!
ګرانو هېوادوالو!
په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او د پردیو د ګټو جګړه ده چې قربانیان یې له هر لوري یوازې افغانان دي. جګړه د بدمرغيو عامل گرځي او سوله د هوساینې،ترقي او پرمختګ. نو ځکه په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غواړم چې د نوي کال په رارسېدو سره نوې لار غوره کړې، له جګړې لاس واخلي او ټول د یو آزاد، آباد اوخپلواک افغانستان لپاره سره یو موټی شو او د سولې لپاره پر خپل مي ټغر راټول شو.
یو ځل بیا تاسو ټولو هېوادوالو ته د نوي کال او نوروز مبارکي وایم او هیله لرم چې د ژوند شیبې مو له خوښیو ډکې وي.   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته