کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
په کندز کې د وسله والو طالبانو بريد نن سهار په شا وتمبول شو.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال بريالي همنوا ته وويل چې وسله والو طالبانو د کندز ښار په تپه مرچ او تپه ناصري کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې د کومکي ځواکونو په رسېدو سره طالبان له سيمې څخه وتښتېدل.
هغه زياته کړه: په پېښه کې طالبانو ته د سر زيان واوښت چې تراوسه دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
هغه زياته کړه: په بريد کې درې سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ