سیاست

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دشيکاګو کنفرانس دجوړولو په باب خبرې وشوې.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢ نيټه :

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دحکومت داقتصادي پاليسو ، دشيکاګو دکنفرانس دجوړولو ،. په ګاونډيو هيوادونو کې دافغانانو داعدام اووژل کيدو. اوپه سوريه کې  دهيواد دزيارت کوونکو دکلابندي  په باب خبرې وشوې .

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې غونډۀ کې چې دسنامجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشري   جوړه شوې وه لومړي  دمشرانو جرګې دملي اقتصاد، مالي اوبودجې دکميسيون رييس مولوي عبدالوهاب عرفان  ديورپوټ دوړاندي کولو په ترڅ کې په تيرو لسو کلونو کې ددولت دبرياليتوبونو اونيمګړتياو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې  له اووه ويشت وملياردو افغانيو څخه سلو ملياردو افغانيو ته دافغانستان  دعوايد زياتوالي ، دسيمې دهيوادونو دپيسو په نسبت  دافغاني پيسو نسبي ثبات ،دمواصلاتو اومخابراتو په تيره بيا دمخابراتو ديادونې وړ وده دحکومت دبرياليتوبونوله جملې څخه دى چې له هيلو ډک دى  خو دسوداګرۍ په بيلانس کې نه انډول  چې ويل کيږي  کلني واردات  په کال کې  نږدى پنځه اعشاريه درې مليارده ډالره دى په داسې حال کې چې زموږ صادرات نږدى شپږسوه مليونو ډالرو ته رسيږي اوڅرگنده شوه  چې  دهغه دتوليداتو په زياتوالي  اوبازار موندلو کې هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .

دغه راز ده دوزګارتيا  لوړه کچه ، دبيوزلي دکمښت لپاره دپاليسي نه شتون ،  له صنعتکارانو سره دملاتړ نشتوالي  اودستراتيژيکي زيرمو نه شتون ، دکانونو   راسپړلو ته   نه پاملرنه  اوله اداري فسادسره په مبارزه کې دغوڅي ستراتيژي نشتوالي  له انديښنو ډکو عواملو اودحکومت له کمزورو ټکو څخه وبلل او زياته يې کړه چې دشيکاګو په کنفرانس کې له امنيتي سکتورسره  په کال کې دنږدى څلورو ملياردو ډالرو ژمنه شوې ده  چې له دې جملې څخه دوه اعشاريه اووه مليارده ډالره به يې  دامريکا متحده ايالات او نوريې  دناټو  دغړو هيوادونو اودسعودي عربستان اوقطر په ګډون له دغه سازمان څخه بهر دهمکارو هيوادونوله خوا ورکړي شي .

دغه راز په غونډه کې نورو سناتورانو هم دشيکاګو دغونډې دجوړولو اوافغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې ور وسته دحکومت داقتصادي پاليسي په باب  خپلې نظريې څرګندې کړې چې دمجلس يو شميرغړو ددغه کنفرانس جوړيدل دافغانستان په ګټه وبلل او ويې ويل ؛چې په دې غونډه  کې ژمنه شوې ده چې له ٢٠١٤  کال وروسته    په کال کې څه دپاسه  څلور مليارده ډالره افغانستان ته ورکوي . خوڅرگنده يې کړه چې دافغانستان دولت ددغه شان قراردادونو په تطبيق او کارولو کې  کمزوري مديريت لري  خو يوشمير نورو سناتورانو دناټو ژمنو ته دشک په سترګه وکتل اوزياته يې کړه چې دافغانستان دولت ونه کړاي شول  په دغه ځاى  کې خپلې غوښتنې  په بشپړه توګه طرحه کړي .

 غونډې دملي اقتصاد د کميسيون درپوټ  اودځينو سناتورانو دنظريو او وړانديزو په پام کې نيول سره پريکړه  وکړه چې داقتصاد،. ماليې ، سوداګرۍ او صنايعو اودکرنې او اوبولګولو وزيران دى  په اقتصادي چارو کې د جمهوررييس له سلاکارسره ددغو مواردو او له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دحکومت داقتصادي پاليسي په باب دروان کال دغبرګولي دمياشتې  دنهمې نيټې په غونډه کې دسناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي .

 دغه راز دغونډې په پيل کې سناتورې نجيبې حسيني  په ايران اوپاکستان کې دافغانانو داعدام او وژل کيدو په باب  دنړيوالو چارو دکميسيون رپوټ وړاندي کړ او ويې ويل چې  د کميسيون په يوه غونډه کې دى دبهرنيو چارو وزارت دوه تنه مسوولين معلومات وړاندي کړي او زياته يې کړه چې په څو تيرو اوونيو کې څلور تنه افغاني  اتباع په ايران کې دنشه يي توکو دليږدونې اوساتنې په جرم اعدام شوي دي  اودبهرنيو چارو وزارت ددغه هيواد له مقاماتوسره دخبرو له لارې وکولاي شول  ديوې افغان ميرمنې مجازات  له اعدام څخه په ابدي بند  بدل کړي . اودنهو تنو نورو داعدام حکم وځنډول شو او ددغه وزارت مسوولينو  دايران  په ديارلسو جيلونو کې دافغان بنديانو حالت کتلي دي خو  دهغوى دځورونې په باب تراوسه پورې دافغانستان سفارت  ته خبرنه دى ورکړشوى  .

دغه راز په رپوټ کې دبهرنيو چارو وزارت  دچارواکو له خولې ويل شوى دى  چې دايران دقضايه قوي  له حکم سره سم  له يو کال را په دي خوا دهغو افغانانو مړي چې  اعدام شوي دي  ، خپلوانو ته يې نه سپارل کيږي اوهم په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې دبهرنيو چارو وزارت دهڅو اوهاند له امله په بند محکمومينو داسترداد موافقه ليک  بشپړ شوى دى  اوڅرگنده يې کړه چې دافغان بنديانو خپلوان  کولاي شي  دايران دکورنيو چارو وزارت ته ، هيواد ته دخپلو بنديانو دليږدونې په باب غوښتن ليکونه وسپاري .

دغه راز له دوى سره  په پاکستان کې دافغاني شخصيتونو اوپه تيره بيا دهغو طالبانو دترور په باب چې دسولې له بهيرسره مينه لري،  هم خبرې وشوې او  وويل شول چې دبهرنيو چارو وزارت تراوسه پورې په دى اړوند کوم رسمي اقدام نه دى کړى . خو دافغانستان ، امريکا  اودپاکستان په درې اړخيزو خبرو کې  چې په دې وروستيو وختو کې په اسلام اباد کې ترسره شوې وې  په خوندي توګه دهغو طالبانو دتيريدو په باب چې  له سولې سره مينه لري  له پاکستاني مقاماتوسره خبري شوي دي .

په ترتيب سره په غونډه کې  له چترال  اودپاکستان له نورو سيمو  څخه دافغان مهاجرينو ډله ييز ايستل   اوپه سوريه کې  دافغان زيارت کوونکو کلابندي هم طرحه شوه اوټينګار وشو  چې دحکومت اړونده  ارګانونه دى بايد په دغو مواردو کې  دافغاني اتباعو دستونزو دحل کولو لارې چارې داړوندو هيوادونو له مقاماتوسره ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته