امنیت

يو ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون دچاڼيزو فعاليتونوپه بهير کې  يو ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل ،.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل : امنيتي ځواکونو دبلخ ، غزني ، پکتيکا ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يولړامنيتي  فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٢١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٥ تنه ټپيان او ١٥تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته