ورزش

د هېواد معلول لامبو وهونکي عباس کریمي د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

کابل باخترد غويي د مياشتې ٢ مه
د هېواد معلول لامبو وهونکي عباس کریمي په هغه نړیوالو سیالیو کې چې په امریکا کې ترسره شوې، د دغو سیالیو په لومړیو ورځو کې د سرور زورو مډال ترلاسه کړ .
د بدني روزنې او سپورت ریاست ویاند باختر اژانس خبریال ته وویل چې، دغه سیالۍ د امریکا په اندیا نااپلیس ایالت کې ترسره شوې چې،په ترڅ کې يې د هېواد معلول لامبو وهونکي د سرو زرو د مډال په کسبولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ .
هغه وویل چې، کریمي په کرال پشت کلاس او په پنځوس مترۍ واټن کې له خپلو سیالانو سره سیالي .
د لامبو وهلو د فدراسیون ریېس قاسم حمیدی د معلوماتو له مخې د هېواد دغه لوبغاړی به سبا هم په پنځه سوه او د سلو مترو په واټن کې سیالۍ وکړي.پاى _ ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته