امنیت

په بلوڅ مشهور د سيف الله او دوحيد الله په نومونو دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان په هلمند او لوګر کې ووژل شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دهلمند ولايت دخانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په يرغليزو عملياتو کې دوسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان له لسو تنو همکارانو سره يې ووژل شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دغو عملياتو کې چې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه تيره شپه دهلمند ولايت دخانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په بلوڅ مشهور ملاسيف الله له لسو تنو افرادو سره يې ووژل شو او ددغې ډلې شپږ تنه نور ټپيان شول .
وژل شوى قوماندان دهلمند ولايت په مربوطاتو کې په زياترو نا امنيو او تروريستي فعاليتونو کې فعال رول درلود .
ديوبل خبرله مخې : دوحيد په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې يو مهشور قوماندان چې دلوګر ولايت په مربوطاتو کې دتروريستي فعاليتونو په پلان جوړولو بوخت و ددغه ولايت په مرکز کې دملي اردو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته