امنیت

په کونړکې عمليات پيل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د ملي دفاع وزارت نن سهار د کونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د طوفان -٦٢ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات نن سهار د کونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې پيل شول.
د طوفان -٦٢ په نامه ګډ محاربوي عمليات د کونړ ولايت د وټه پورې ولسوالۍ د شينګام په کلى د امنيت د تامينولو په مقصد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ په مشرۍ پيل شول او په برياليتوب سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته