سیاست

جمهور رئيس حا مد کرزي دولايتي شورا ګانو له رئيسانو سره و کتل .

کابلباختردسرطان ١٣
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د هيواد دڅلورديرشو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له رئيسا نو سره و کتل.
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه اود سيمه ييزو ارګانونو د خپلوا کې ادارې رئيس عبدالخالق فراهي هم پکې برخه لرله ، د افغانستان دسولې دبهير، د افغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک اود جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو درا تلوونکو انتخا باتو په اړوند خبرې وشوې.
د ولايتي شوراګانو رئيسانو ددغومسئلو په باب له هراړخيزو خبرو وروسته دسولې د بهير اود افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په اړوند د افغانستان د حکومت له دريځ سره خپل ملاتړڅرګند کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته