اقتصاد

دمالیې وزیر له اروپایې ټولنې سره د ۲۰۰ میلیونو یورو تړون لاسلیک کړ

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په بروکسل کې د اروپایی ټولنې له کمشنر سره د افغان ولسمشر جلالتمآب په حضور کې د حکومت جوړونې تړون پر اساس د 200 میلیونو یورو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. دغه پیسې به د اصلاحاتو په بدل کې د افغانستان د اختیاري بودجې له لارې ولګول شي.
دماليې  وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د مالیې وزیر ښاغلي حکیمي د اروپایې ټولنې څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره سخاوتمندانه مرستې کوي او په مالي او سیاسي برخو کې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ له پاره د مرستو ژمنې کوي.
د حکومت جوړونې تړون یو نوی جوړښت دی چې افغان دولت یې هرکلی کوي. دغه ډول مرستې کولی شي چې عامه پالیسیو، لوی اقتصادي چوکاټ، مالي مدیریت او د بودجې د شفافیت په برخو کې د اصلاحاتو راوستو له پاره مهم رول ولوبوي.
ددې مرستو په ترلاسه کیدو سره افغانستان د ځان بسیاینې له پاره ددې وړتیا پیدا کوي چې خپلې پالیسۍ عملي کړي ترڅو د عصري، شفافو او حساب ورکوونکو سیستمونو له لارې پرځان بسیا شي. په ټوله کې د حکومت جوړونې تړون تمرکز په عامه سکتور کې پر اصلاحاتو، له فساد سره پر مبارزې، عامه خدماتو، جندر، عامه مالي مدیریت، د ملي عوایدو پر زیاتوالي او د بودجې پر روڼتیا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته