امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې په څو عملياتو کې دولس تنه وسله وال طالبان چې ويل کيږي  چي دامنيتي  ستونزي يې رامنځته کولې ووژل .
باختر آ ژانس  دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دخبر پاڼې له خولي خبر راکړ  چې دغه عمليات  د کابل ،بلخ ، قندهار ، ميدان وردګو ، لوګر ، نيمروز  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په وژل شويو سربيره  درې تنه ټپيان او  اته تنه نوريې ونيول شول او  يوه اندازه  جنګي  وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :  دکابل پوليسو پرون  اووه تنه  دوژنې  او دغلا په ګډون دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور دکابل ښار دپنځمې ، اتمې  او لسمې  ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته