کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١
د ملي شوراددواړو مجلسونويو شمير غړو او دهيواد دشمال دولايتونومخورونن
دجمهوررييس له دويم مرستيال سره په کتنه کې دخلکوځينې ستونزې بيان کړې
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې برخه والو لومړى په بيلابيلو برخو کې دهيواد د شمال د ولايتونو داوسيدونکو دسيمه ييزو ستونزو په باب معلومات وړاندې کړل او ددغو ولايتونو د ستونزو او اړتياو دڅيړنې او حل کولوو په کار کې يې داړوندو ارګانونو دپاملرنې او هلو ځلو غوښتنه وکړه.
دوى د خلکو سميه ييز ستونزو له پاملرنه او دهغوې څيړنه د دولت او ملت ترمنځ داړيکو دټينګښت په لاره کې يو مهم ګام وباله او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې يې د زياتو آسانتياوو په برابرولو او دهغو ستونزو او خنډونو په له منځه وړلو باندې هم ټينګار وکړ چې په يو ډول نه يو ډول په هيواد کې دپانګونې مخه نيسي . وروسته د جمهور رييس دويم مرستيال محمد کريم خليلي د هيواد د شمال دولايتونو داوسيدونکو دغوښتنو او وړانديزونو دمنعلکس کولو په لاره کې دبرخه والو دپاملرنې او هلو ځلو له امله قدرداني وکړه او د خلکودستونزو په څيړنه کې دسيمې دخلکو داستازو او مخورو د رول په ارزښتناک بللو سره په دې برخه داړوندو ارګانونو په پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
دجمهور رييس دويم مرستيال په هيواد کې داقتصادي ودې او پرمختيا ازرښت ته په پاملرنې سره د پانګه اچونې لپاره د لازمو آسانتياو برابرول او دغه راز دپانګې اچوونکو ملاتړ او هڅونه د دولت مکلفيتونه وبلل ويې ويل چې دافغانستان دولت تل هڅه او هاند کړى دى چې داقتصادي پرمختګ په مقصد مساعدې زمينې برابرې کړې.
دجمهور رييس دويم مرستيال د پانګې اچونې جدب لپاره د زياتو آسانتياو دبرابرولو او له پانګې اچوونکو سره دملاتړ په لاره کې هلې ځلې دافغانستان
د دولت اساسي لومړيتوبونه وبلل او څرګنده يې کړه چې دافغانستان ترقۍ او پرمختګ په اقتصادي پراختيا ته له پاملرنې پرته ناشونى وي.
1 1 دقیقه لوستل