امنیت

ديوې نجلۍ مړى تر لاسه شوه .

جلال ابادباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

ديوې اوولس کلنې سرپريکړى شوي نجلۍ مړى دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې ترلاسه شو .

دخوږياڼيو ولسوال عبدالرحمن باختر اژانس ته وويل: ددغې نجلۍ سر دوه شپې مخکي  د ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا پريکړى شوى و.

ده زيا ته کړه: دسيمې خلکو ددغې نجلۍ مړى پرون ددغې سيمې په کرنيزو ځمکو کې ترلاسه کړاوپوليس ته يې خبر ورکړ.

دده دڅرګندونو له مخې، دغه نجلۍ تر او سه پورې نه ده پيژندل شوې اود وژلو علت يې هم تر او سه پورې نه دى څر ګند شوى .

پوليسو ددغې نجلۍ مړى دخوږياڼيو کلينيک ته ليږدولى اودپيښې په باب څيړنې پيل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته