امنیت

يو سړي دخپلې ميرمنې دوژنې په خاطر په شپاړس کاله بند محکوم شو .

 په  ننګرهار ولايت کې يوې محکمې يو سړي  دخپلې دميرمنې د وژلو په تور په شپاړس کاله بند محکوم کړ .

 دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ په اوسيدونکي علي احمد تور لګول شوى  دى چې اته کاله مخکې يې خپله  ميرمن وژلې وه .

  دادعلي احمد دويمه محکمه ده  ، ده په لومړي محکمه کې دخپلې ميرمنې  په غير عمدي وژنې په دوه کاله بند محکوم شو خو دننګرهار ولايت داستيناف محکمې رييس فضل الهادي فاضل دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، ددغه سړي دوسيې له څيړنې وروسته   معلومه شوه چې دى دغه جرم په قصدي  ډول ترسره  کړى دى له دې امله موږ هغه دشپاړلس کاله بند په سزا محکوم کړ .

 علي احمد په محکمه کې حاضر شو او دقاضي په وړاندي يې وويل چې ده خپله ميرمن دده له ورور سره دنامشروع اړيکو په جرم وژلې ده .  د ننګرهار ولايت داستيناف  محکمې رييس وايي چې دمحکمې پريکړه ورسوتۍ  نه ده او تورن کولاي شي داستيناف  غوښتنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته