سیاست

په پارلماني چاروکې ددولت وزیردهغه بنسټ سل ورځنی پلان جمهوررئیس غني ته وړاندې کړ

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر پوهنمل نبي فراهي او د دغې ادارې له نورو مسوولینو سره وکتل او د هغوی سل ورځنی پلان یې وڅيړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې دجمهوري رياست په ارګ کې ترسره شوه،په پارلماني چارو کې د دولت  وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان بېلابېلې برخې  لکه د دولت د درې ګونو قواو په ځانګړي ډول د حکومت او ملي شورا تر منځ د اړیکو ټینګول، د اساسي قانون د رعایت په باره کې هڅې، د دولت د درې ګونو قواوو د سلوکي اړیکو تنظیم او د وزیرانو د استجواب او استیضاح په وخت کې د ملي شورا د مجلسینو د داخلي دندو اصول،  د سالمې کارې ادارې پراختیا او پیاوړتیا او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د ارزښتونو په هکله  د خلکو د پوهې د کچې لوړول وړاندې کړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د سلو لومړنیو ورځو د پلان له اورېدو وروسته، د هغه بنسټ ټول تخنیکي وړاندیزونه تائید کړل او په دغه بنسټ کې یې د ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس وویل، هغه ټولې ادارې چې په پارلماني چارو کې د دولت له وزارت سره  وظیفوي تداخل لري، همغږې او یا دې لغوه شي.
جمهور رئیس غني همدارنګه د هېواد  له ملي شورا  سره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت په زیاته همغږي او د اجرائیه او مقننه قوې تر منځ د دوه اړخیز مسوولیت د حس په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس وویل له پارلمان سره د تعامل طریقه بدله شوې، د پارلمان مصوبو ته پام کېږي او موږ ملي شورا ته بشپړ درناوی لرو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ځمکو د غصب په ګډون په فساد کې د وکیلانو دخالت، له قراردادیانو باج اخیستل او د هېواد د اجرائیه قوې په چارو کې لاسوهنه باید تشخیص شي. همدارنګه یې د پارلماني مصئونیت او څارنې په موضوعاتو د اساسي بحث ټینګار وکړ.
محمداشرف غني د وکیلانو له لارې د موکلینود عریضو ته د څيړنې لپاره د یو موثر سیستم په رامنځته کولو ټینګار وکړ او وې ویل چې له سکتوري وزارتونو څخه د وکیلانو د موجه غوښتنو د څيړنې لپاره دې یو پلاوی وګومارل شي.
ده یادونه وکړه چې وزارتونه باید له وکیلانو سره په تعامل کې شفافیت رامنځته کړي او کوم  وکیلان چې په مشروع ډول دخپلو موکلینو دفاع کوي، د هغوی  ملاتړ بایدوشي.
جمهور رئیس وویل، د وزیرانو انفرادي استجواب د سیاسي بې ثباتي لامل کېږي او د دې طریقې د بدلولو لپاره باید په یو مناسب مېتود بحث وشي.
جمهور رئیس غني په پای کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ډاډ ورکړ  او ورته وې ویل چې د ظرفیت جوړولو او اصلاحاتو په برخه کې به یې ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته