امنیت

شپږ طالبان په زابل کې ووژل شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې وووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميزان ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په جګړه کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرځاى وويل چې دغه وسله وال طالبان پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته