واشنګتن – بي بي سي – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
يو سړى دامريکا په تکزاس ايالت کې د دغه هيواد په يوه هوايي ډګر کې په موټر کې دايښودل شويو بمونو د چولو د پروګرام دجوړولو په تور نيول شوى دى.
دترې لې لوئن په نامه تورن ٥٨ کلن دى او د ډله ييزې وژنې له يوې وسلې څخه داستفادې لپاره د هلوځلوتور پرې لګول شوى دى .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې ، داسې نه بريښې چې لوئن چي دهوايي چلند يو تکنالوژست دى په مذهبي ډلو پورې تړاو ولري.
دمسوولو مقاماتو دڅرګندونو له مخې ، لوئن د امريکا د فدرال پوليسو ،
( اف بي ، آى ) دپټو کارکوونکو له خوا په چوپټ ماموريت کې ونيول شول او
په دې ماجرا کې خلک هيڅ راز په خطر کې نه وو .
دتکزاس ايالت څارنوال بري ګريسوم په يوه وينا کې چې دويچيتا ښار د
ميدکانتينت د هوايي ډګر په امنيت کې هيڅ راز ګډوډې نه ده رامنځته شوې.
0 1 دقیقه لوستل