امنیت

لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي په نیمروز کې ترلاسه شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

د نیمروزپولیسو په دغه ولایت کې ۸۱ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ابراهیم امیني باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۸۱ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي د زرنج ښار په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړل.

هغه زیاته کړه چې د یادو نشه یي توکو په تړاو یو سړی نیول شوی دی.

پای/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته