امنیت

په بغلان کې د طالبانو له زندانه ٦٢ بنديان آزاد شول

– کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
د ځانګړو عملياتو قول اردو ځواکونو منسوبانو تېره شپه په ځانګړو عملياتو کې د وسله والو طالبانو له بند څخه٦٢ بنديان آزاد کړل.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، د ځانګړو ځواکونو قول اردو منسوبانو د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په پايله کې ٣٦ پوځيان او ٢٦ ملکيان د طالبانو له بند څخه آزاد شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي د طالبانو د زندان ٤ ساتوونکي په دې نښته کې ووژل شول او د هغوى جنګي وسايل او زندان هم له منځه يو وړل شو.
پاى \ اشرفي \ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته