کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦ :
ملي دفاع وزارت وايي ، د ډاراچوونکو يرغليز بريدونه تيره شپه په کونړکې له ماتې سره مخامخ شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : تيره شپه ډاراچوونکو په شيګل ، وټه پورې ، چپې درې ، مروره او څو نورو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړې لاس پورې کړ چې د دښمن ټول شوم پلانونه له ماتې سره مخامخ شول .
د جګړې په بهيرکې دښمن ته د سر دروند زيان واوښت، ٢٢ تنه دښمن ووژل شول ،٥ تنه ټپيان شول او د هغوى يوشمير مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
له ډاراچوونکوسره د نښتې په وخت کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او په سيمه کې امنيتي وضعيت آرام دى .
1 1 دقیقه لوستل